فراه کې د نشه يي توکو درې لویې زېرمې له منځه یوړل شوې

فراه کې د نشه يي توکو درې لویې زېرمې له منځه یوړل شوې

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ په شیشکي بازار او دود کلیو کې د نشه يي توکو درې لویې زېرمې او کارخونې کشف او له منځه وړې دي.

د عملیاتو په ترڅ کې ۵۸ کیلو ګرامه هیرویین، ۱۳۲ کیلو ګرامه شیشه، ۷۰۰۰ کیلو ګرامه امونیم کلوراید، ۵۷۰۰۰ لیتره اسیتیکن هایدراید تېزاب، ۱۲۰۰۰ لیتره اسیتون، ۱۷ کیلو ګرامه چرس، ۳۰۰۰ کیلو کرامه سوداش، ۶۰۰ کیلو ګرامه فاسفورس، ۳۰۰ کیلو ګرامه امونیم نایترېت، ۲۰۰ بورۍ کېمیاوي جامد توکي، د چاودېدونکو توکو دوه تختې فرشونه، د شیشه د پروسېس ۲۵ دستګاوې، دوه عرادې موټرسایکلونه، درې ډزه د راکټ او درې ډزه نور د هاوان ګولۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړې قطعې ځواکونو لاسته ورغلي دي.

له یادو ضبط شویو چاودېدونکو توکو په ځانمرګو او موټر بم بریدونو کې ګټنه کېده.

کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د نشه يي توکو د پروسېس له یادو کارخونو د خپلې جګړې د تمویل لپاره ګټه پورته کوله، چې له چاودېدونکو توکو یې بیا لویې ترهګریزې کړنې سازماندهي کولې.

له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو یاد نشه يي توکي او وسایل یې له کشف وروسته سوځولي او له منځه یې وړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.