فراه کې هوايي برید؛ دفاع وزارت وايي د طالبانو والي يې وژلی

فراه کې هوايي برید؛ دفاع وزارت وايي د طالبانو والي يې وژلی

ملي دفاع وزارت وايي: نن شپه شاوخوا اته بجې يې د فراه لپاره د طالبانو والي وژلی دی.

ملي دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: د طالبانود فراه والي ملا عبدالباري چې په ملا مشر مشهور دی؛  د یاد ولایت خاک سفېد ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د هوايي برید په مهال وژل شوی دی.

په همدې حال کې، د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې له ملا عبدالباري سره د هغه دوه نور لوړ پوړي ملګري هم وژل شوي دي.

رحیمي ټينګار کړی چې په یاد هوايي برید کې د طالبانو د حلقوي زون مسوول سعیدالله او د لوژسټېک برخې مشر صداقت خان هم وژل شوي.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي

Leave a Reply

Your email address will not be published.