د فراه ولایت په خاک سفېد ولسوالۍ کې یو دیني عالم د خپلې کورنۍ ۱۰ غړي په ډزو وژلي دي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د فراه امنیه قوماندان محی الدین خیر خواه ویلي دیني عالم وروسته له هغه د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې وکړې او لس تنه یې ترې ووژل چې دی غوصه شو.
د محی الدین په خبره، وژل شویو کې د دیني عالم مېرمن او زامن هم شامل دي.
پولیسو ټینګار کړی چې د دیني عالم د نیولو هڅې روانې دي.
Leave a Reply