ولسمشر: د فساد د جرړو اېستلو ته مې اراده قوي ده

ولسمشر محمد اشرف غني چې د یکشنبې پر  ورځ يې له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې وینا کوله وویل، د سپټمبر د ۱۱ مې له پېښې وروسته افغانستان ته سلګونه میلیارده ډالر راغلل، ددې پر ځای چې پلونه، سړکونه او پلچکونه پرې جوړ شوي وای، یو شمېر کسانو د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب و رکړ او پیسې يې ځان ته ووهلې.

ولسمشر غني وویل، چې د اصلاحاتو بهیر د افغانستان سربېره د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې له ننګونو سره مخ کېږي؛ خو په وینا یې چې دی به له دغې لارې څوک لاس په سر نه کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره هڅې ځینو کسانو ته په دې مانا دي چې ګنې دوی ته څوک کندې کیندي.

ولسمشر د فساد ضد مبارزې او اصلاحاتو راوستلو مخالفینو ته په خطاب کې وویل، چې اصلاحات راتلونکي دي او څوک دې ترې وېره نه لري.

د هغه په وینا، د هېواد په کچه د فساد د جرړو اېستلو لپاره د حکومت اراده قوي ده.

ولسمشر غني وویل، چې تېرو کلونو کې د کانکور پروسه کې زیات فساد او ستونزې موجودې دې؛ خو په دې وروستیو کې دغه ستونزه حل شوې او وړ کسان پر خپلې وړتیا لوړو پوهنځیو ته لار موندلی شي.

هغه و ویل، چې افغانستان کې د ځوانې رهبرۍ د چارو پر وړاندې زیات خنډونه موجود دي او په حکومت کې حاکمه ځوانه رهبري په دې بریالۍ شوې، چې د خنډونو پلونه مات او خپلو موخو ته ځان ورسوي.

ولسمشر همدا راز له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز دوه وژل شویو غړو، صایمې او توریالي ته د فساد ضد مبارزې لارې د اتلانو لقب ورکړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.