فضل الله وحیدي خوشی شو

سید فضل الله وحیديد کونړ او هرات ولایتونو پخوانی والی سید فضل الله وحیدي په پیښور کې موندل شوی دی. د هغه د کورنې غړي وایی چې نوموړی تېره شپه په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارواکو ته سپارل شوی دی. ښاغلی وحیدي په اسلام آباد کې دوې اونې وړاندې د نامعلومو وسله والو له خوا وتښتول شو.

د ولسي جرګې غړی سید اکرام چې د فضل الله وحيدي زوم هم دی د وحیدي د خوشي کېدو خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې په دې خاطر کومه معامله نه ده شوې.

د ښاغلي اکرام په وینا د افغان او پاکستاني چارواکو د هڅو په پایله کې سید فضل الله وحیدي پیدا او پېښور کې د افغان قونسلګرۍ چارواکو ته وسپارل شو.  تراوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې وحیدي چا او د څه له پاره تښتولی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.