فضل الله وحیدي په اسلام آباد کې تښتول شوی

فضل الله وحيديد پاکستان اکسپرس تربیون ورځپاڼه  وایی د افغانستان د هرات او کونړ  پخوانی والي په اسلام آباد کې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی دی. دغه رسنې د اسلام آباد د پولیسو له قوله ویلي چې په پاکستان کې د افغانستان سفارت دوی ته خبر ورکړی چې د هرات او کونړ  پخوانی والی سید فضل الله وحیدي نن د جمعې په ورځ تښتول شوی دی.

ویل کیږی چې وحیدي له خپلې کورنې سره اسلام آباد ته د بریتانیی د ویزې د ترلاسه کولو په موخه تللی و. د افغانستان د سفارت یوه سرچینه وایی فضل الله وحیدي له خپل ۱۲ کلن لمسي سره یوه رستورانت ته تللی و چې په دوو موټرو کې نا پیژانده وسله وال ورغلي او هغه یي تښتولی دی.

د پاکستان پولیس وایی چې وحیدي د اسلام آباد په اوم  ـf  کې رعنا بازار ته څیرمه  په یوه میلمستون کې اوسیده.

وحیدي د افغانستان د کونړ ولایت والي و هلته چې ډیر پاکستانی ‌طالبان او نورې ترهګرې ډلې فعالې وې او ښایی د پاکستان استخباراتو له دې امله تښتولی وي چې د هغه د حکمروایی پرمهال په دغه ولایت کې پاکستاني طالبانو ته ځای ورکړل شوی و. تراوسه هیڅ ډلې د دې تښتونې مسولیت نه دی منلی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.