فنلنډ: د افغانستان د سولې د بهیر له پرمختګونو ملاتړ کوو

فنلنډ: د افغانستان د سولې د بهیر له پرمختګونو ملاتړ کوو

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، تېره ورځ د کورني او بهرني امنیت په چارو کې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره کتلي دي.

ناسته کې دواړو خواوو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز، ټاکنو او بېلا بېلو نورو برخو کې له افغانستان سره د فنلنډ په همکاریو بحث کړی دی.

ښاغلي پیکاکاپو وویل: افغانستان په وروستیو کلونو کې زیات پرمختګ کړی دی او اوس مهال په دغه هېواد کې د سولې او امنیت ټینګښت لپاره زمینه برابره شوې ده. هغه زیاته کړې: مونږ له افغانستان سره اوږدمهالې هوکړې او ژمنې لرو او له ښه مرغه اوس د همکاریو هغه پړاو ته رسېدلي یو چې افغانستان کې د خپلو کړو کارونو بررسي او مقایسه وکړو.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب ویلي: په نویو انکشافاتو کې زمونږ یواځینۍ موخه او اجنډا “” سوله “” ده. هغه ټینګار وکړ چې زمونږ خلک تل پاتې او پتمنه سوله غواړي او په دې برخه کې بشپړه اجماع شتون لري او دغه اجماع د افغانانو په دوامداره ملاتړ او مشورو کې نغښتې ده.

د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه: له بل هر وخت زیات د سولې لپاره شرایط برابر شوي دي، ښکېل لوري او د سیمې هېوادونه باید د بین الافغاني بریالیو مذاکراتو برخه کې رښتیني همکاري وکړي، ځکه افغانستان کې امنیت او ثبات، د سیمې او نړۍ هېواودنو په ګټه دی.

ډاکټر حمدالله محب څرګنده کړه، چې مونږ تل خپلې اندېښنې او ننګونې له نړیوالو همکارانو سره شریکې کړې دي او هیله مند یو چې د روان کال تر پایه به متفاوت افغانستان ولرو.

 

په همدې حال کې ښاغلي پیکاکاپو سټېن وویل: هېواد يې د سولې بهیر، پراختیا، اقتصادي ودې، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز او په نورو برخو کې، له افغانستان سره د خپلو مرستو ته دوام ته ژمن دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.