فوزيې كوفي دوه تاجيكستانيان برمته كړي

فوزيې كوفيد ولسي جرګې غړي فوزيې كوفي په بدخشان كې دوه تاجيكستانيان برمته كړي دي. په بدخشان كې امنيتي چارواكي وايي فوزيې كوفي د خپلو وروڼو  نجيب الله او مجيب الرحمن كوفي په ملتيا د بدخشان په خواهان ولسوالې كې دوه تاجيكستانيان برمته كړي او له دغه هيواده يې غوښتي چې په تاجيكستان كې د دې ورور عزيزالله چې د نشه يي توكو لوى سوداګر دى او د تاجيكستان د سرحدي ځواكونو له خوا د ۱۰۷ كيلوګرامه نشه يي توكو د قاچاق په تور نيول شوى خوشى كړي.

په ولسي جرګه كې د بدخشان د خلكو استازې نيلوفر ابراهيمي وايي چې زورواكانو د دغه ولايت په خواهان ولسوالې كې د تاجيكستان د اتباعو په موټر وسله وال بريد كړى يو تن يې ټپي كړى او دوه نور يې نامعلوم لوري ته تښتولي دي. هغه كه څه هم د دې زورواكانو نوم نه اخلي، خو وايي چې په دې تښتونه كې د خواهان ولسوالې پوليس هم لاس لري. د خواهان ولسوالې د امنيې قوماندان نجيب الله د فوزيې كوفي ورور دى، خو يوه بله حكومتي سرچينه وايي چې دا كار فوزيې كوفي كړى او د خپل ورور د خوشي كولو په موخه يې دوه تاجيكستانيان نيولي دي. دا سرچينه وايي دا پيښه د خواهان ولسوالې په سفيد آب سيمه كې شوې ده.

د تاجيكستان يوه چارواكي هم دا منلې چې د دغه هيواد دوه اتباع د بدخشان په خواهان ولسوالې كې تښتول شوي او تراوسه هم برمته دي، دا سرچينه وايي له افغان دولت سره يې په دې اړه ا ړيكه نيولې او كه ژر خوشي نه شي نو ښايي د دواړو هيوادونو ترمنځ په اړيكو ناوړه اغيزه وكړي.

فوزيه كوفي تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. تر دې وړاندې هم د فوزيې يو ورور په تخار كې د نشه يي توكو د قاچاق په تور نيول شوى و، خو داچې وروسته يې برخليك څه شو تراوسه يې په اړه معلومات نشته چې ښايي خوشى شوي وي. د افغانستان د كورنيو چارو وزارت هم په دې اړه ځان تير ايستلى او وايي دا د سيمه ييزو پوليسو مسوليت دى چې برمته كړي كسان پيدا كړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.