(فيفا) وايي په ټاكنيزو اصلاحاتو ډاډمنه نه ده

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا فیفاد افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا فیفا وایی سل په سلو کې باوري نه ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې به اصلاحات راځي. د دغه بنسټ اجرايي رييس محمد يوسف رشيد وايي د ټاكنو خپلواك كميسيون د ټاكنو نيټه اعلان كړې، خو د حكومت او نړيوالې ټولنې له ملاتړ پرته هيڅ شونې نه ده چې عملي شي، هغه وايي د ټاكنو په كميسيون كې سمون راوستل هم يوه اړتيا ده.

بلخوا د هرې ورځې په تېریدو  د حکومت او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون تر منځ ناندرۍ زور اخلي. د ټاكنو خپلواك كميسيون مخكې له حكومت غوښتي چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاكنو له پاره د امنيت په ټينګښت او بودجې په برابرولو كې همكاري وكړي، خو د حكومت اجرايي رييس  عبدالله عبدالله ټينګار كړى چې دا ټاكنې به نوي كميشنران كوي، هغه څه چې تراوسه نشته.

Leave a Reply

Your email address will not be published.