فړست پوسټ: طالبان همدا اوس له ۲۰ ټرورېسټي ډلو سره اړیکې لري

فړست پوسټ: طالبان همدا اوس له ۲۰ ټرورېسټي ډلو سره اړیکې لري

هندي رسنیو د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په حواله لیکلي، په داسې حال کې طالبان قطر او نورو هېوادونو کې له امریکا سره د سولې پر جدي مذاکراتو بوخت دي، خو تر څنګ يې دغه ډله افغانستان کې له ۲۰ ترهګریزو ډلو سره اړیکې لري او پالي یې.

 

هندۍ فړست پوسټ ورځپالې په خپل تازه راپور کې لیکلي، طالبان له طالبان له القاعده، لشکر طیبه، حقاني، د ازبکستان اسلامي حرکت، د ختیځ ترکمنستان اسلامي حرکت په شمول د سیمې او نړۍ په کچه له شلو ډېرو ترهګرو ډلو سره ټینګې اړیکې لري.

 

ورځپاڼه د هندي استخباراتي چارواکو له قوله وايي، چې پاکستان د سختو نړیوالو فشارونو له امله اوس غواړي د ترهګریزو ډلو امن او روزنځایونه  د ډیورنډ کرښې خوا څنګ ته یوسي.

 

دغې هندۍ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په حواله لیکلي چې القاعده ترهګریزه شبکه نن سبا افغانستان کې ښه پراخ فعالیت کوي او هڅه يې دا ده چې د فعالیت لمن پراخه کړي.

 

د ورځپاڼې له مخې، د افغانستان په پکتیا او بدخشان ولایتونو کې د القاعدې ډلې د اورپکو فعال شتون د اندیښنې وړ دی.

 

قطر کې له طالبانو سره د امریکایانو د مذاکراتو یو اساسي شرط دا دی چې طالبان باید له نورو اورپکو ډلو سره خپلې شته اړیکې پرې کړي او د هغوی پر ضد مبارزه وکړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.