قانوني:  غني رد؛ خو اتمر منلې

قانوني:  غني رد؛ خو اتمر منلې

 

د جمعیت ګوند غړي محمد یونس قانوني ویلي چې د دغه ګوند له ځينو غړو سره په ګډه پلان لري چې راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو له محمد حنیف اتمر ملاتړ وکړي.

یونس قانون په یوه غږیز پيغام کې چې رسنیو کې خپور شوی دی وايي: ولسمشر غني له ریاستي نیمه ریاستي ته د نظام جوړښت له بدلون سره مخالف دی، خو حنیف اتمر له دغې طرحې سره سل په سلو کې موافق دی.

د قانوني په دغه غږیز پیغام کې اورېدل کېږي چې جمعیت ګوند هم ولسمشرۍ ټاکنو کې دوه ټوټې شوی دی، یو شمېر يې خپلواک نوماند غواړي، یو شمېر يې د غني ملاتړ دي او ځینې نور یې بیا اتمر پسې تللي دي.

وړاندې له دې هم د حنیف اتمر دفتر ویلي و چې قانوني د اتمر لومړی مرستیال دی

افغانستان کې باور دا دی چې صدارتي نظام د هېواد په ګټه نه دی او دغه کار به ممکن د افغانستان وېش ته زمینه برابره کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.