شاه محمود قریشي کابل ته راځي

په پام کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي راتلونکې اوونۍ کابل ته راشي.

راپورونه وايي، قریشي به افغانستان ته د خپل سفر په مهال، دلته د افغان حکومت له مشرانو سره پر افغان سولې بهیر او نورو دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.

پاکستان ته د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لومړي سفر وروسته کابل ته د قریشي د سفر آوازې خپرې شوې.

قریشي پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د افغانستان د سولې بهیر د بري په خاطر خپل سفرونه پیل کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.