قریشي: اسلام آباد افغانستان کې د سټراټېژيک نفوذ غوښتونکی دی

قریشي: اسلام آباد افغانستان کې د سټراټېژيک نفوذ غوښتونکی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د دغه هېواد په لاهور ښار کې د افغانستان د سولې په تړاو یو بحث پرانېستی دی.

بحث کې یو شمېر افغان څېرې هم له افغانستان څخه دغه هېواد ته تللې دي.

قریشي غونډې ته په وینا کې ویلي، دوی افغانستان کې د سټراټېژيک نفوذ غوښتنه کوي.

هغه نیوکه کړې چې د پاکستان او افغانستان ګډ دښمن له دغو دوو هېوادونو سره چل ول کوي او ډېر کله یې اړیکې ور خرابې کړې دي.

هغه ټینګار کړی، پاکستان ته ویلي چې د افغانستان روان کړکېچ باید د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي د کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې ټینګار کړی چې موږ د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوو او په دې هېواد کې سوله او خوښي غواړو.

قریشي دا هم ویلي چې پاکستان له افغانستان سره د داسې اړیکو جوړول غواړي چې داوړه هېواودنه باید د یو بل په چارو کې لاس وهنه ونه کړي.

پاکستان کې د سولې جوړ شوي کنفرانس ته ګلبدین حکمتیار، عطا محمد  نور، حنیف اتمر، محقق، انوارلحق احدي، لطیف پدرام او ځینې نورې څېرې ورغلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.