قریشي: افغان سوله کې مو پیسې نه دي خوړلي؛ خو مونږ په کې زیات ښکېل یو

قریشي: افغان سوله کې مو پیسې نه دي خوړلي؛ خو مونږ په کې زیات ښکېل یو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ملتان کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغان سولې بهیر کې يې له امریکا پیسې نه دې  وهلي.

قریشي وايي، د افغانستان د سولې بهیر چې دومره پرمختګ کړی دی، دوی په کې ښکېل و او زمینه يې ورته برابره کړې ده.

د هغه په خبره، افغان سولې بهیر کې به هېڅکله له چا پیسې وانخلي

قریشي ټینګار کړی چې قطر کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل زمونږ د پاکستان لاسته راوړنه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په روانو خبرو سره، دوی یو ځل بیا نړیوالو منلي او ستایلي يې دي.

قریشي وویل: دوی به هېڅکله پاکستان خرڅ نه کړي.

تازه د نړۍ معتبرو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي، چې پاکستان طالبان په امریکا پلورلي دي او د افغان سولې په بهیر یې، لومړني پړاو کې یو میلیارد ډالر اخېستي دي.

د رسنیو د راپور له مخې، ممکن د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په پرمختګ سره، د ډالرو دغه چند نور هم لوړ شي.

ځینې نور راپورونه بیا دا دي چې قطر کې طالبانو د پاکستان په فشار، له امریکا غوښتي چې پاکستانۍ بندي عافیه صدیقي دې خوشې کړي.

صدیقي څو میاشتې مخکې د یو لیک په لیکلو ویلي و: د پاکستان لومړی وزیر باید د نړۍ د مسلمانانو خلیفه شي او امریکا باید افغانستان کې زیاتې پوځي هډې ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.