قریشي او یاماماتو پر افغان سوله خبرې کړې دي

قریشي او یاماماتو پر افغان سوله خبرې کړې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، دواړو لوریو د افغان سولې بهیر پر پرمختګونو او ځینو نورو موضوعاتو بحث کړی دی.

قریشي یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې سوله ییز افغانستان د سیمې په ګټه دی.

پاکستانیو رسنیو تر اوسه د شوې لیدنې زیات جزییات نه دي ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.