قریشي: د افغانستان امنیت د کشمیر مسلې پورې تړلی دی

قریشي: د افغانستان امنیت د کشمیر مسلې پورې تړلی دی

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې لسمه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي دې کې شک نشته چې افغانستان کې سوله او ثبات د کشمیر مسلې پورې تړلې دي.

هغه ویلي مونږ کوښښ کوو چې خپلو سرحدي سیمو کې ناامنۍ ختمې کړ، ځکه دغه ناامني د افغانستان پر امنیت مستقیم آغېز لري.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې.

په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ډونالډ ټرمپ سره کتنه کې ژمنه کړې وه چې چمتو دي تر څو له افغان سولې بهیر سره مرسته وکړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.