قریشي: د افغانستان ستونزه یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي

قریشي: د افغانستان ستونزه یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، دی باور لري چې افغانستان کې روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدای شي.

 

قریشي ویلي ټول باید د یو باثباته افغانستان لپاره کار وکړي.

 

قریشي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې زلمي خلیلزاد وړمه شپه د طالبانو پسرلني عملیات وغندي او له پاکستان یې وغوښتل چې د دغو عملیاتو پر وړاندې غبرګون وښيي.

 

خو قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې د طالبانو د اعلان شویو عملیاتو په اړه هېڅ نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.