قریشي: د امریکا او طالبانو مذاکرې له برکته د اسلام آباد ـ واشنګټن اړیکې ښې شوې
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي، د افغانستان د سولې په لړ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل له امله د امریکا او اسلام آباد اړیکې هم ښې شوې.
هغه چې امریکا ته په سفر تللی دی ویلي، د واشنګټن او اسلام آباد ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړي چې په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د واشنګټن خپل لومړی سفر کوي او په ۲۲ جولايي به د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره وويني.
نوموړي څرګنده کړې چې پاکستان د امریکا په غوښتنه له طالبانو سره روانو مذاکراتو کې رغنده رول اداء کړمی دی.
هغه زياته کړې د افغانستان اړوند د پاکستان او امریکا د پالیسۍ یووالی ددې لامل شوی چې افغانستان لږ تر لږه سولې ته نږدې شي.
د قرېشي په خبره، دوي په افغانستان کې د امریکا په لومړيتوبونو خبر دي او پاکستان د افغانستان د سیاسي حل لارې په اړه د ډونالډ ټرمپ د دریځ هرکلی کوي.
Leave a Reply