د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هند د وروستي برید په غبرګون کې خپل امریکایي سیال مایک پامپیو سره ټیلفوني خبرې کړې دي.
قریشي خپل سیال ته په څرګنده ویلي: که چېرې د هندوستان ناسم چلند همداسې روان وي، دغه بهیر به افغان سوله زیانمنه کړي.
قریشي دا هم ویلي چې هند په وروستي برید خپلې سیاسي اهداف درلودل، خو دغه کار به د سیمې ثبات له کړکېچ سره مخ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا قریشي ته ویلي چې تاسو په خپل هېواد کې د ترهګرو پر ضد عملي اقدامات وکړئ
هند د سې شنبې په شپه د پاکستان ځینې سیمې بمبار کړې او د ترهګرو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله
له دغه برید وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې خورا حساس پړاو ته رسېدلي دي.
Leave a Reply