قریشي: د کابل ـ اسلام آباد ترمنځ د اړیکو نوی پړاو پیلېږي ګلف نیوز په خپل تازه راپور کې لیکلي چې پاکستان ته د ولسمشر غني دوه ورځینی سفر به د کابل ـ اسلام آباد ترینګلې اړیکې تر یوې کچې ښې کړي. راپور کاږي چې د دواړو هېوادونو لپاره مهمه ده چې اړیکې ښې کړي. بلخوا دې ورځپاڼې د شاه محمود قریشي څرګندونې هم راخېستې چي ویلي يې و د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو نوی پړاو پیلېدونکی دی. پاکستانیو چارواکو هم تمه ښودلې چې دغه هېواد ته د ولسمشر غني سفر ګټور دی.
Leave a Reply