قریشي قطر ته تللی دی

قریشي قطر ته تللی دی

پاکستاني رسنۍ وايي، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سولې په تړاو د خبرو په هدف دوحیې ته تللی دی

د رسنیو د راپور په حواله، قریشي به د قطر له چارواکو سره په لیدنه کې پر افغان سولې بهیر خبرې وکړي

قریشي له دې وړاندې کابل ته راغلی و، له کابل وروسته چین ته تللی و او له چین وروسته روسیې، له مسکو وروسته قطر ته تللی دی

ټاکل شوې ده چې د طالبانو د قطر دفتر استازي، راتلونکې اوونۍ سعودي عربستان کې له زلمي خلیلزاد سره پر افغان سولې بهیر خبرې وکړي.

سولې شورا ویلي و چې د سعودي عربستان په ناسته کې به طالبان له افغان حکومت سره هم مخامخ خبرې وکړي

طالبانو بیا تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره رد کړ چې ګنې دوی به له افغان ستازو سره وګوري

Leave a Reply

Your email address will not be published.