د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي برټانیې ته په یوه رسمي سفر تللی او هلته يې په ټلیفون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “مایک پامپیو” سره پر دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې پر سوله او امنیت خبرې کړي دي.
قریشي پامپيو ته د پاکستان د اقتصادي وضعیت او “عمل پلان” په اړه معلومات ورکړي.
په راپور کې راغلي چې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پر پروسې بحث کړی او په افغانستان کې یې سوله د سیمې د امنیت او ثبات لپاره خورا مهمه بللې.
قریشي په دې خبرو کې ویلي، “هېواد یې ژمن دی چې په سیمه کې به د تلپاتې سولې لپاره هلې ځلې وکړي او په دې برخه کې به مثبت رول ولوبوي او له بین الافغاني مذاکراتو به ملاتړ وکړي.”
راپور وړاندې لیکي چې د پاکستان حکومت د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان اغېزمنتیا درک کړي او هغه هېواد د خبرو او ښکېلتیا له لارې د ټولو ستونزو د هواري په لټه کې دی.
Leave a Reply