قریشي: پاکستان به افغانستان کې د سولې تر تامین خپلو هڅو ته دوام ورکړي

قریشي: پاکستان به افغانستان کې د سولې تر تامین خپلو هڅو ته دوام ورکړي

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره اسلام آباد کې کتلي دي.

 

پاکستاني رسنۍ وايي، لیدنه کې قریشي ادریس زمان ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې افغانستان او سیمه کې د امن او سولې تر راتلو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 

ادریس زمان چې د یو پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته تللی دی، هلته یې له پاکستانیو چارواکو سره پر افغان سولې بهیر خبرې کړې دي.

 

پاکستانیو چارواکو هم زمان ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره دوی خپلې هڅې کوي او په دې برخه کې همغږي دي.

 

د دواړو لوریو کاري ډلې غونډه هم د دوشنبې په ورځ د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې شوې چې په کې پر سیاسي، سفارتي، استخباراتي اؤ اقتصادي څانګو کې د همکاریو په څرنګوالي اؤ پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د سرنوشت په اړوند خبرې اترې شوې دي.

 

اسلام اباد ته دافغانستان پلاوي خپل سفر په داسې حال کې کړی چې ټاکل شوې ده افغان ولسمشر اشرف غني هم د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په بلنه د روانې میاشتې په ۲۶مه نیټه پاکستان ته سفر وکړي

 

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له طلوع  نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي و، پاکستان تر سخت اقتصادي فشار لاندې دی او دغه هېواد اوس دې نتیجې ته رسېدلی چې باید افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.