قریشي: پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري

قریشي: پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري

پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر او د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي شکرالله عاطف مشعل نن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.

 

اسلام آباد کې د افغان سفارت خبرپاڼه لیکي، چې ښاغلي مشعل له قریشي سره د کابل ـ اسلام آباد د اړیکو په ښه والي، د افغانستان د سولې بهیر کې د یاد هېواد په رښتینې همکارۍ، پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو حل او یو شمېر نورو مواردو خبرې کړې دي.

 

د لیدنې پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په هکله د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه د پوره وضاحت ترڅنګ، د دې ډاډ ورکړی چې پاکستان په هېڅ ډول د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې هوډ نه لري او نه ځانته دا حق ورکوي چې د یاد هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

 

قریشي زیاته کړې چې پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ته په درنه سترګه ګوري او په راتلونکي کې به له دې ډول څرګندونه څخه په جدي توګه ډډه وشي.

 

لیدنه کې پر دې هم بحث شوی چې نږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو د دیني علماوو یو کنفرانس جوړېږي چې پاکستاني لوري د همکارۍ ژمنه کړې ده.

قریشي پر داسې مهال دغه خبرې کوي چې لومړي وزیر عمران خان ویلي و افغانستان کې دې موقت حکومت جوړ شي، هغه څه چې د افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخ شول

Leave a Reply

Your email address will not be published.