قریشي کابل ته را روان دی

قریشي کابل ته را روان دی

د پاکستان د بهرنیو چارو  وزیر شاه محمود قریشي نن کابل ته راځي

قریشي ویلي، له افغانستان وروسته به چین، ایران او روسیې ته هم سفر وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې قریشي به د سیمې د څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او یو شمېر نورو لوړو پوړو چارواکو سره د سیمې پر روان وضعیت خبرې وکړي

اعلامیه کې دا هم راغلي چې د قریشي د سفر موخه له افغانستان، ایران، چین او روسیې سره د پاکستان د اړیکو پراخوالی دی

له تېرو دوو اونیو راهېسې دا دویم ځل دی چې قریشي کابل ته سفر کوي

Leave a Reply

Your email address will not be published.