قریشي: له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو ته خوښ یو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي، که له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووځي، ممکن دغه هېواد کې د سولې ټینګښت ته زمینه برابره شي

د هغه په خبره، د بهرنیو ځواکونو وتل به د متحده عربي اماراتو په څېر غونډو زیاتوالي ته هم لاره آواره کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې یو شمېر بندیان يې په همدې هدف له بند خونو خوشې کړي چې د سولې د خبرو اترو پیل ته د جګړې دواړه خواوې زړه ښه کړي

تر اوسه دا کره شوې نه ده، چې رښتیا هم بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي کنه؟

وړاندې له دې روسیې هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خوښې څرګنده کړې وه

Leave a Reply

Your email address will not be published.