قطرميشتې طالبان: د څلور اړخيزې ناستې په جزياتو خبر نه دي

څلور اړخيزه غونډهپه قطر كي د طالبانو سياسي دفتر چې د ملا ا ختر محمد منصور په ډله پورې تړاو لري وايي د افغانستان، پاكستان، چين او امريكا متحده ايالاتو د څلور اړخيزې ناستې په جزياتو نه دي خبر.

د طالبانو دفتر په قطر کېدا ډله وايي چې تراوسه په راتلونكې غونډه كې د دوى د ګډون په اړه ورسره اړيكه نه ده نيول شوې.

په قطر کې د طالبانو د غیررسمي دفتر وياند محمد نعيم رسنيو ته  ویلي د سولي خبروپه اړه د څلور اړخیزې غونډې پرېکړې له دوی سره نه دې شریکې شوي.

هغه وايي: “په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت خبر نه دی، موږ ته ددې ناستو په اړه معلومات نشته چې څه کوي، زموږ د اسلامي امارت موقف دا دی چې هره هغه هڅه ستایو چې د اشغال د ختمېدو او د یوه اسلامي نظام د رامنځته کېدو لپاره کېږي، ددې لپاره که هرڅوک زموږ سره اړیکه نیسي هرکلی یې کوو، د پوځي لارو ترڅنګ که څوک د سیاسي لارې ددې ستونزې د هواري هڅه کوي، موږ ورته چمتو یو.”

پګواشهغه وايي د طالبانو ډله د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره پر هغو شرایطو ټینګار کوي چې د پګواش په غونډه کې یې وړاندې کړې وو.

په دغه ناسته كې د طالبانو شرط داو چې نړیوال ځواکونه باید په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي او د طالبانو ټول بندیان خوشي شي.

بهرني ځواکونهپه كابل كې د (كب د څلورمې) څلور اړخيزې غونډې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغان دولت له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې د خپلو باصلاحیته استازو له لارې، په دې خبرو کې ګډون وکړي.

د قطر طالبان په داسې حال كې دا څرګندونې كوي چې پاكستاني چارواكو ويلي چې د دغه هيواد لوى درستيز راحيل شريف  له طالبانو سره د خبرو په موخه قطر ته سفر كړى و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.