قطر افغانستان سره ۱۴۰ميليون ډالره مرسته كوي

قطر افغانستاند کابل او دوحې تر منځ د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت تفاهم لیکونه لاسلیک شول د دغه هوكړه ليكونو پربنسټ به په ودانيزو چارو او هوټلونو چارو كې پانګونه وشي.

دا هوكړه ليكونه په كابل كې د افغانستان د ښار جوړولو وزارت او د قطر د غرافه د خیریه بنسټ تر منځ لاسلیک شول.  د افغانستان ښارجوړولو وزارت وايي دا مرسته بيلاعوضه ده.

د لومړني هوكړه  لیک له مخې، د قطر د غرافه خیریه بنسټ د شهیدانو د کورنیو لپاره په اپارتمانونو لګوي. د ښار جوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري وايي څلویښت میلیون ډالر یې د شهیدانو کورنیو ته د اپارتمانونو په جوړولو لګول كيږي.

د غرافه بنسټ مسول شيخ علي بن عبدالله وايي سل ميليون ډالره به په ساختماني برخه او سوداګريزو بازارونو او هوټل په برخه كې ولګول شي.

د غرافه خیریه بنسټ وړاندې له دې په لویدیځو ولایتونو کې د جوماتونو، مدرسو او دغه راز خیریه ودانیو د جوړولو لپاره هم مرستې کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.