قطر د ځان سپیناوي له پاره امریکایې څارنوال ګمارلی

د امریکا پخوانی لوی څارنوال جان اشکروفت پر قطر لګېدلي تورونه څېړي. د قطر حکومت د امریکا او یو شمېر عربي هېوادونو له لوري د وروستیو تورونو د سپیناوي لپاره د امریکا مخکینی لوی څارنوال جان اشکروفت او د هغه د قانوني چارو دفتر رسماً په دنده ګومارلي دي.
د قطر حکومت وايي چې د امریکا د متحدو ایالاتو د پخواني لوی څارنوال جان اشکروفت د قانوني چارو دفتر ته به دوه نیم میلیونه ډالر ورکړي څو د ترهګرۍ د تور په اړه په څېړنه کې مرسته ورسره وکړي.
جان اشکروفت او همکاران به يې نوي ورځې د قطر له حکومت سره کار کوي. د قطر حکومت غواړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپلې هڅې ثابتې کړي او څرګنده کړي چې له نړیوالو مالي قوانینو او د امریکا د خزانې وزارت له اصولو سره سم یې کار کړی دی.
د جان اشکروفت دفتر د جمعې په ورځ د امریکا عدلیې وزارت ته په دې اړه، رسمي لیک استولی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.