قطر په سعودي عربستان کې د الجزیرې ټلویزیوني شبکې دفتر تړي

سعودي عربستان له قطر سره د ډيپلوماټيکو اړيکو تر شلولو وروسته اوس د هغه هېواد د لويې ټلويزيوني شبکې (الجزيرې) جواز هم لغوه کړی او په سعودي کې يې د دې شبکې د دفترونو د تړلو امر کړی دی.
د سعودي چاپ (عاجل) ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د سعودي چارواکو د الجزيري ټلويزيون له سعودي کارکوونکو هم غوښتي چې له دې شبکې سره خپلې کاري اړيکې پرې کړي.
په وروستيو کې د قطر د دولتي خبري آژانس په ويبپاڼه کې د هغه هېواد د امير له قوله د يوه خبر تر خپريدو وروسته له دې هېواد سره د سعودي، اماراتو، مصر او بحرين اړيکې تر دې کچې خرابې شوې دي، چې يادو هېوادونو ورسره خپلې ډيپلوماټيکې اړيکې شلولې دي او د مصر، اماراتو او عربستان هېوادونو څخه قطر ته د الوتکو الوتنې هم ځنډول شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.