قیصاري ته د شمال تګ اجازه ور نه کړل شوه

قیصاري ته د شمال تګ اجازه ور نه کړل شوه

د جنبش ګوند قوماندان نظام الدین قیصاري غوښتل تېره ورځ له خپلو ۴۰ ملګرو سره یو ځای فاریاب ولایت ته لاړ شي، د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ په دروازه کې ونیول شو.

امنیتي مسوولین وايي، قیصاري غوښتل له همدې لارې له خپلو ۴۰ نامسووله  وسله والو سره فاریاب ته لاړ شي، چې  ونیول شو.

نظام الدین قیصاري لویې څارنوالۍ د ملي امنیت له بنده په ضمانت خوشې کړی.

لویه څارنوالۍ ویلي و چې قیصاري نه شي کولای له کابله بل چېرې سفر وکړي، خو د څارنوالۍ د امر خلاف یې دغه کار ترسره کړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.