قیصاري: که اړتیا شوه، فدایان به یې پر دوستم حمله وکړي

قیصاري: که اړتیا شوه، فدایان به یې پر دوستم حمله وکړي

د جنبش ګوند قوماندان نظام الدین قیصاري وايي، فدایان یې چمتو دي چې پر جنرال دوستم بریدونه وکړي.

قیصاري چې فاریاب کې د دوستم له کلکو ملاتړو څخه و، نن د دوستم د ځان بلا ګرځېدلی دی.

هغه دومره له دوستم کرکجن شوی چې په وینا یې چمتو دی ځان وژونکي بریدونه پرې وکړي.

د قیصاري په وینا، کسان یې د طالبانو د ځانمرګو په څېر نه دي، داسې چې زه پرې ګران یم چمتو دي زما لپاره هر کار وکړي.

نوموړی ټینګار کوي، داسې  اسناد لري چې ښيي دوستم یې بندي کولو کې لاس درلود.

نظام الدین قیصاري تېر کال د کومانډو ځواکونو لخوا ونیول شو چې اوس هم د ملي امنیت په بند کې دی.

دوستم بیا ویلي، قیصاري نورو کسانو لمسولی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.