كابل به سبا د نوي سياسي ايتلاف كوربه وي

جهادیانپه پام كې ده چې سبا د سياسي اشخاصو او ډلو يو نوى ايتلاف خپل موجوديت اعلام كړي. په كابل كې د ځينو سرچينو په وينا په دې ايتلاف كې هغه كسان او راټول  شوي چې د ولسمشر حامد كرزي په حكومت كې د كابينې د غړو په توګه كار كړى او اوس له حكومت د باندې دي او يو شمير پخواني جهادي قوماندانان چې نوي حكومت ورته ظاهرا امتياز او يا ونډه نه ده وركړې.

په دې ايتلاف كې چې په پام كې ده سبا د جمعې په ورځ په كابل كې د يوې غونډې په ترڅ كې اعلام شي د اتحاد ګوند مشر عبدالرب رسول سياف، يونس قانوني، محمد اسماعيل خان، حامد كرزى او د هغه ټوله ډله چې وخت ناوخت سره كتنې كوي او داسې انګيرل كيږي چې ښايي د نوي حكومت د سياسي اپوزسيون په توګه موقف غوره كړي چې تراوسه يې نه لري.

جهادیانكه څه هم چې په دموكراتيكو نظامونو كې د سياسي  اپوزسيون شتون يوه اساسي اړتيا ده او ښايي دې نوي ايتلاف هم دې ته زړه ښه كړى وي چې له دې تشې ښه ګټنه وكړي، خو ډيرى كسان وايي يو خو داسې ايتلافونو په پخوا كې دوام نه دى كړى او بل داسې كسان په كې راټول دي چې يو شمير يې د حكومتوالى په چارو كې ښه مخينه نه لري.

دا ايتلاف په داسې حال كې ميدان ته راوځي چې په دې وروستيو كې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد كرزي ترمنځ د نظر توپير او اختلافونو زور اخيستى او د دې ايتلاف تر شاه هم د حامد كرزي لوى لاس بلل كيږي، بلخوا جمعيت ګوند چې داوسني او پخواني حكومت ډيره برخه جوړوي په خپل منځ كې د امتيازونو په ويش سره  په جدي ا ختلافاتو كې ښكيل دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.