كابل ته د تاجيكستان ليږدول شوې برښنا هم بنده شوه

برښناوسله والو طالبانو په بغلان كې د برښنا هغه ستنې هم ويجاړې كړې چې له تاجكستان څخه كابل ته برښنا ليږدوي. د بغلان د برښنا رييس غلام حسين حيدر وايي دغه ستنو په يوه ساعت كې سل زره كيلوواټه برښنا كابل ته ليږدوله.

هغه وايي د پلخمري ښار په بابه نظر سيمه كې د دغه ستنې په ويجاړولو سره كابل ته د تاجكستان د برښنا ليږدول بند شوي دي. تر دې وړاندې وسله والو طالبانو د پلخمري ښار په ډنډ شهاب الدين كې له ازبكستان څخه د برښنا د ليږدولو ستنې ويجارې كړې وې.

په دې سره هغه هيلې هم په نهيلى بدل شوې چې حكومت ژمنه كړې وې په نيژدې ورځو كې به د شهاب الدين سيمه پاكه او ويجاړې شوې ستنې به ورغوي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.