( كابل د تركيې تجربو ته اړتيا لري)

تورکیهد افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تركيې ته د خپل سفر په ترڅ كې ويلي چې دغه هيواد د تركيې تجربو ته اړتيا لري. هغه چې د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پرون دغه هيواد ته سفر كړى وايي افغانستان د پانګونې له پاره همكارۍ ته اړ دى او  په دې  برخه كې د تركيې تجربې مهمې دي.

هغه د افغانستان او تركيې د پانګونې مراسمو ته په وينا كې ويلي چې تركي د افغانستان درېيمه ژبه ده.  د تركيې رسمي دولتي اژانس د خبر له مخې ولسمشر غني له تركي سوداګرو سره هم كتلي او د هغه فرصتونو په اړه يې معلومات وركړي چې په افغانستان كې د پانګونې له پاره شته.

په پام كې ده چې ولسمشر غني د تركيې له ولسمشر رجب طيب اردغان او د دغه هيواد له لومړي وزير احمد داوود اغلو سره هم وګوري.  غني به په دې سفر كې له تركي چارواكو سره د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ د سياسي مشورې او امنيتي همكارۍ او په كابل كې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په نامه د پوهنتون د جوړېدو دوه اړخيزه هوكړه ليكونه هم لاسليك كړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.