كابل كې توغنديو دوه تنه ټپيان كړل

کابلپه کابل کې د اېټالیا پر سفارت په توغول شویو توغندیو دوه تنه ټپيان شوي. امنیتي سرچینې وايي تېره شپه دوه توغندي په کابل کې د اېټالیا پر سفارت لګېدلي دي. شینهوا خبري اژانس د امنيتي چارواكو له قوله وايي چې په دې پېښه کې د سفارت دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

بلخوا ايرنا وايي چې يوبل توغندى د كابل په كارته نو سيمه كې هم لګيدلى دى. ويل كيږي چې دغه توغنديو د ايټاليا سفارت يوه برخه سوځيدلې ده.

دا بريد په داسې حال كې كيږي چې په كابل كې څلور اړخيزه ناسته جوړيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.