د افغانستان د چاپيريال ساتنې ملي اداره وايي د نوي حكومت په راتلو سره دغه اداره له ياده وتلې او هيڅ پاملرنه ورته نشته. د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې مرستيال كاظم همايون وايي له قانون څخه سرغړونه، د چاپيريال ساتنې كمزورى كلتور او ټيټ ظرفيتونه هغه څه دي چې دغه اداره يې په كار كې له ستونزو سره مخ كړې ده.
هغه وايي په کابل کې د ککړې هوا كچه مخ په لوړیدو ده او هر کال یو میلیون ټنه ناولې او ککړه هوا فضا ته پورته کړي. همداراز د کابل پوهنتون د چاپيریال ساتنې د پوهنځۍ رییس نور احمد اخندزاده وايي چې د کابل ښار چاپيریال ساتنې لپاره هیڅ ډول سیستم نشته او د ناولې هوا كچه مخ په لوړیدو ده.
د اټكل له مخې په كابل ښار كې د اوو ميليونو په شاوخوا كې كسان ژوند كوي. خام سړکونه ره، په موټرو كې د بې كيفيته تيلو كارول، له اندازې ډير د کثافاتو تولید، له ښاري ژوند سره نا بلدتیا او د کانالیزاسیون نشتوالی ،هغه څه دي چې د ښار چاپیریال يې له ستونزو سره مخ كړى.
Leave a Reply