كابل كې ځانمرګي يوتن وواژه

ځانمرګى دا ځانمرګى بريد نن سهار په اتو بجو  د حامد كرزي د هوايي ډګر ختيځې دروازې ته څېرمه شوى دى. د كورنيو چارووزارت وياند وايي په دې موټر بم بريد كې څلور تنه ټپيان شوي دي. خو د كابل د امنيې قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي وايي په دې بريد كې يو تن وژل شوى او ديارلس نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو د دې بريد مسوليت منلى او ادعا كوي چې بريد د نړيوالو ځواكونو په كاروان شوى او دغه ځواكونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.