كابل كې چاودنې څلور تنه وژلي

دارالاماندا چاودنه نن ماښام د كابل ښار په دارالامان سيمه كې د روسيې سفارت ته څيرمه وشوه. د پيښې شاهدان وايي چې چاودنه په يوه كاسټر بس شوې ده چې له امله يې څلور تنه وژل شوي  او شل  نور ټپيان دي.

تراوسه حكومتي چارواكو د مرګ ژوبلې دا شميره نه ده تاييد كړې. تراوسه د كابل پوليسو په دې اړه څه نه دي ويلي چې د بريد ګر موخه څوك و.

د پيښې په سيمه كې يو شمير خلك وايي چې ښايي ځانمرګى بريد وي. تراوسه د دې چاودنې مسوليت چاپرغاړه نه دى اخيستى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.