كابل كې ښايي نور بريدونه هم وشي

امريکاپه كابل كې د امريكا متحده ايالاتو سفارت وايي ښايي د كابل په يو شمير سيمو كې نور بريدونه هم وشي.  د امريكا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان كې خپلو اتباعو ته خبردارى وركړى چې ښايي په كابل ښار كې يو هوټل او يا ميلمستون د وسله والو د بريد موخه وګرځي.

په هغه اعلاميه كې چې په كابل كې د امريكا سفارت له خوا خپره شوې وايي د جنورې په نيمايي كې وسله وال غواړي په كابل ښار كې بريد وكړي. په اعلاميه كې د بريد مشخص ځاى، ډول، وخت او نورو جزياتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

په كابل كې د امريكا سفارت له امريكايانو غوښتي چې كابل ته سفر ونه كړي او د امريكا اتباع له ګواښ سره مخ دي او  هغه امريكايان چې په كابل كې دي بايد خپل امنيتي پلانونه جدي كړي.

دا خبردارى داسې وخت وركول كيږي چې تير ماښام په كابل كې د طلوع تلويزيون په كارمندانو په يوه ځانمرګي بريد كې اوه تنه ووژل شول او تر ۲۵ پورې نور ټپيان شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.