كركت بورد ته په ننګرهار كې پنځه ويشت جريبه ځمكه وركړل شوه

په ننګرهار کې زرګونو کسانو د کرکټ د ملي لوبغاړو بريا ولمانځله او ملي لوبغاړي يې وستايل. د دې غونډې پرمهال يو شمير سوداګرو د كركت د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره درې ميليونه افغانۍ مرسته وكړه او له دوى سره ژمنه وشوه چې په دغه ولايت كې به پنځه ويشت جريبه ځمكه وركړل شي.  په پيل كې  د جلا ل اباد  په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي ،  د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو، د ولسونو استازو او ځوانانو له  د كركټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو هركلى وكړ.

IMG_4940 IMG_4970

د ننګرهار د كركت په لوبغالي كې د ننګرهار والي سليم خان كندزي د كركټ برياوې وستايلې او زياته يې كړه چې د بهسودو پل ته څېرمه یې د کرکټ لوبغالي د جوړېدو په موخه ۲۵جریبه ځمکه د کرکټ بورډ ادارې ته په واک کې ورکړه،ترڅو  یو معیاري نړیوال لوبغالی  پرې جوړ کړي .

12933043_1688261868095071_2660658629776160059_n (1) IMG_497722222222

د کرکټ ملي لوبډلې په شل اوريزو نړيوال جام په لومړي پړاو کې ټولې لوبې وګټلې او د لسو غوره ټيمونو سره په دويم پړاو کې يې له وېسټ اڼډيز څخه لوبه وګټله. ملي لوبډلې د انګلينډ، سريلانکا او سوېلي افريقا پر وړاندې خپلې لوبې په کم توپير وبايللې؛ خو په نړيواله کچه يې د لوبو ستاينه وشوه.

د کرکټ ملي لوبډله تېره اونۍ په هند کې د نړيوال کپ له لوبو وروسته افغانستان ته راستنه شوه او نن د وري په ۱۵مه يې په ننګرهار ولايت کې په وياړ غونډه جوړه شوې وه.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.