(كلنټن) او (ټرمپ) ترنورو مخكې دي

كلنټند امریکا د متحده ایالاتو په دولسو ایالتونو کې د ګوندي او مقدماتي په ټاكنو كې كلنټن او ټرمپ مخكې دي. په دغه ټاكنو كې د دیموکرات ګوند مخکښې نوماندې  هیلري کلنټن شپږ ایالتونه ګټلي، هغې وكولاى شول د ویرجینیا، ټینیسي، اله باما، جورجیا، ټیکساس او ارکنساس په ایالتونو کې خپل سیال برني سنډرز ته ماتې ورکړه.

سناتور برني سنډرز بیا دوه ایالتونه ګټلي دي، سنډرز چې د مشرانو په جرګې کې د ورمانت د خلکو استازی دی له همدې امله توانيدلى چې پدغه ایالت کې هیلري کلنټن ته په لوى  توپیر ماتې ورکړي. سناتور سنډرز د ورمانت په ایالت کې 86 او میرمن هیلري کلنټن 13.7 سلنه رايې خپلې كړي دي .

د ورمانت تر څنګ سناتور برني سنډرز وکړای شول  چې د اوکلهوما ایالت هم وګټي.

ټرمپد جمهوري غوښتونکو د ګوند مخکښ کاندید میلیاردر ډانلډ ټرمپ چې په پخوانیو ګوندي او مقدماتي انتخاباتو کې یې هم د خپلو سیالانو نه وړاندې و، دا ځل یې هم د خپل ګوند په کاندیدانو کې لومړی مقام خپل كړ.

ټرمپ د (سوپر ټیوزدې)  په ګوندي او مقدماتي انتخاباتو کې پنځه ایالتونه ګټلي دي. هغه  د جورجیا، اله باما، ټینیسي، ماسیچوسیټ او ویرجینیا ایالتونه وګټل.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند بل نوماند سناتور ټیډ کروز بیا په دوه ایالتونو کې رایې وګټلې.

دا لومړی ځل و چې کروز مقدماتي او ګوندي انتخابات ګټي. ټیډ کروز چې د مشرانو په جرګې کې د ټیکساز د ایالت استازی دی وتوانيد چې د ټیکساس د ایالت تر څنګ د اوکلهوما ایالت هم وګټی.

د ټرمپ مينوالد امریکا د متحده ایالاتو د 2016 کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ټول ټال ۷ کاندیدان دي چې پنځه یې د جمهوري غوښتونکي او دوه یې د دیموکرات ګوند پورې تړاو لري.

د سوپر ټیوزدې د ګوندي او مقدماتي انتخاباتو نه وروسته چې په یوه ورځ په دولسو ایالتونو کې خلک رایې ورکوي، د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د ګوند کاندیدان په همدې روانې میاشت کې شپږویشت نور مقدماتي او ګوندي انتخابات لري.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.