كميسيون د ټاكنو نيټه اعلام کړه

احمد يوسف نورستانيد افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو د ټاكنو نيټه اعلام كړه.  د ټاكنو د خپلواك كميسيون رييس احمد يوسف نورستاني نن په كابل كې يوه كنفرانس ته وويل چې د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو ټاكنې به د راتلونکي لمریږ كال د تلې په ۲۴ مه نيټه ترسره كړي. هغه له ټولو هغو كسانو وغوښتل چې غواړي په دې ټاكنو كې ځانونه ونوموي خپل چمتو والى ونيسي.

نورستاني له حكومت وغوښتل چې د دغه ټاكنو د بودجې او امنيت په ټينګښت كې همكاري وكړي. نورستاني وويل چې حكومت بايد د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كاركوونكو، راى وركونكو او نوماندانو امنيت ونيسي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې د دغه ټاكنو د مالي تمويل په برخه كې د تير په شان ورسره همكاري وكړي. هيچاته د ټاكنو په كميسيون كې د لاس وهنې اجازه ورنه كړي. د ټاكنو خپلواك كميسيون له سياسيونو وغوښتل چې دغه كميسيون  په سياسي لوبو كې شامل نه كړي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون رييس په داسې حال كې د ټاكنو نيټه اعلام كړه چې د همدې كميسيون له خوا جوړ شوى حكومت غواړي دا ټاكنې د نوي كميسيون له خوا ترسره شي. ولسمشرۍ او جرايي رياست د ټاكنيزو اصلاحاتو په موخه نوي كميسيون وګوماره چې هغه د دغه كميسيون د كړنلارو د اصلاح په موخه ولسمشرۍ ته ځانګړې طرح وسپارله چې يو يې هم د ټاكنيزو كميسيونو اصلاحات او د نوي ميكانيزم له لارې د دغه كميسيونو د نويو كمشنرانو غوراوى دى.

كه څه هم د دې سپارښتنو پر بنسټ د كمشنرانو د غوراوي كميټه هم جوړه او كار يې پيل كړ، خو په دې اړه د ولسمشر له خوا صادر شوى تقنيني فرمان د ملي شورا له خوا رد شو. د ملي شورا غړو ټينګار وكړ چې د ولسمشر دا فرمان له اساسي قانون سره په ټكر كې دى او كه حكومت غواړي په دې اړه اصلاحات راشي نو خپله طرحه دې ملي شورا ته وليږي ترڅو پربنسټ يې دوى اصلاحات تصويب كړي.

د ملي شورا له دې اقدام وروسته د غوراوي كميټې كار هم دريدلى او دغه كميټې له ولسمشر غوښتي چې د دوى برخليك روښانه كړي. بلخوا اجرايي رييس عبدالله عبدالله د وزيرانو شورا د غونډې د پرانيستلو پروخت يوځل بيا ټينګار وكړ چې ټاكنيز اصلاحات به عملي كيږي او بيا به انتخابات كيږي هغه څه چې تل يې پرې ټينګار كړى دى.

بلخوا قانونپوهان وايي چې ولسمشر كولاى شي د يوه فرمان په ترڅ كې ټاكنيزو كميسيونو مخه ونيسي، خو هغه ځكه دا كار نه كوي چې ويريږي د كميسيونو مسولين د دغه حكومت د كار د دوام او په تيرو ټاكنو كې د شته ستونزو په اړه نوي توضيحات وركړي چې ښايي له امله يې د اوسني حكومت او په تيره بيا ولسمشر مشروعيت نور هم تر پوښتنې لاندې راشي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ټاكنو خپلواك كميسيون د دې صلاحيت لري چې د ټاكنو په اړه پريكړې وكړي، خو يوه لويه ستونزه چې د افغانستان د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كارونو مخه يې نيولې د ټاكنو له پاره د بودجې نشتوالى دى چې ښايي نړيوال تمويلوونكي يې د وركولو زړه ښه نه كړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.