كندز كې د وسله والو پرضد عمليات پيل شول

جنرال محي الدين غوريد كندز په دشت ارچي ولسوالې كې د وسله والو پرضد چانيز عمليات پيل شول. په دغه عملياتو كې چې نن سهار پيل شوي تراوسه ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.

په كندز كې د ملي اردو د شلمې پامير فرقي قوماندان جنرال محي الدين غوري وايي دا عمليات نن سهار په دشت ارچي ولسوالۍ كې پيل شوي او لاهم دوام لري. هغه وايي په دې عملياتو كې د دغه ولسوالې له پاره د طالبانو ولسوال ملاشاكر هم وژل شوى او نهه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.

د پامير فرقي قوماندان وايي په عملياتو كې درې سرتيري ټپيان شوي، خو ملكي خلكو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.