كندهار كې سل زره جريبه ځمكه له غصب خلاصه شوې

د ولایت مقامد ځمكو او په تيره دولتي ځمكو غصب په ټول هيواد كې يوه جدي ستونزه ګرځيدلې. كندهار كې هم ډيره دولتي ځمه غصب شوې او د نورو دولتي ځمكو ترڅنګ د ملي دفاع وزارت په ځمكه هم ښارګوټي جوړشوي دي.

د کندهار ولايتي چارواکي وايي په دي ولايت  کي ۳۵۰ زره  جريبه ځمکه غصب شوې چي يوازي د تير کال په اوږدو کي يي شاوخوا سل زره جريبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه کړى ده او دپاتي نورې د خلاصون لپاره يي هڅي رواني دي.

په دغه ولايت كې د (اراضي) اداره وايي په دې برخه كې كار دوام لري او هڅه كوي چې نوره غصب شوې ځمكه هم ترلاسه كړي.

همايون عزيزيد دغه ادارې مسولين وايي په دې موخه يې يو کميسيون ټاکلى چې كار كوي چې ډيره  ځمكه د دغه ولايت په ژيړى او ميوند ولسواليو كې غصب شوې ده.

په كندهار كې د (اراضي) اداره وايي د ځمکو په غصب کي تر ډيره لوړپوړي دولتي چارواکي او زور واکي لاس لري خو دچا نوم نه اخلي او وايي په دې اړه يې مركزي حكومت ته يو ليست سپارلى دى.

په همدې وخت كې د كندهار والي همايون عزيزي وايي ولسوالانو او امنيه قوماندانانو ته يي امر کړى، چې له غاصيبينو سره جدي عمل وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.