په كندهار كې يو ځانمرګى بريدګر د ملي امنيت ځواکونو له خوا موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شو. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي د ملي امنيت ځواکونو ښار ته د يوه ځانمرګي د ننوتلو په اړه معلومات ترلاسه کړي و، هغه وايي په همدې موخه د ملي امنيت منسوبينو د ښار په پنځمه حوزه كې د امنيې قوماندانۍ ته څيرمه د تلاشى په پوسته كې يو ځانمرګى بريد ګر تر پيژندلو وروسته وواژه. هغه وايي د ډزو پر مهال د بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ هم چاودېدلى، خو چا ته زيان نه دى اوښتى. وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Leave a Reply