كندوز كې په چورلكه ډزې شوې

مي-۸ پر هليکوپترپه كندوز كې په يوه روسۍ چورلكه ډزې شوې دي. انتر فاکس اژانس وايي دغه چورلكه د « Utair» په هوايي شرکت پورې تړاو لري او له  ملګرو ملتونو سره يي د يو تړون له مخې تللې وه.

« د مي-۸ پر هليکوپتر د کندوز په هوايي ډګر کې د ناستي پر مهال د نامعلومو کسانو لخوا د سپکو وسلو ډزي شوې دي. سرچينه وايي په دغه چورلکه کې ۴ تنه عمله او مساپر وو. آژانس وايي پيلو ټ وتوانيد چورلكه د ډزو له سيمې وباسي، خو د ټانكۍ او بدنې په برخه كې يې مرمۍ لګيدلي دي.

سرچينه وايي په دغه بريد كې په چورلكه كې سپرو كسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. تراوسه افغان چارواكو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.