كوماندو ځواكونه وايي د ډنډغوري طالبان مات شول

بغلاند بغلان په ډنډ غوري كې د وسله والو طالبانو د مقاومت كرښه ماته شوه. د كوماندو ځواكونو د عملياتي فرقې د لومړى لوا مسولين چې په دغه سيمه كې عمليات پرمخ وړي وايي چې اوس په دې سيمه كې وسله وال كومه د مقاومت كرښه نه لري، خو په ځينو سيمو كې لاهم غلچكي بريدونه كوي. د عملياتي فرقې د لومړى لوا وياند احمد جاويد سليم وايي چې وسله وال ډير له ډنډ غوري سيمې تښتيدلي دي.

په بغلان كې د ملي اردو قوماندان غلام فاروق احمد هم وايي چې شل وسله وال يې له سنګرونو د تيښتې پرمهال نيولي دي. د كوماندو ځواكونو وياند وايي چې ډير وسله وال په ډنډ غوري څخه سمنګان ته تښتيدلي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.