كونړكې ځانمرګي ديارلس تنه ووژل

د كونړ ځانمرګي بريدپه كونړ كې ځانمرګي بريد ديارلس تنه ووژل. دا بريد نن لس بجې د كونړ په مركز اسعد آباد كې د يوه ماركيټ مخې ته شوى دى.

د كونړ ځانمرګي بريدپه كونړ كې دولتي چارواكي وايي چې بريد د يوه موټر سايكل په وسيله شوى او موخه يې په دانګام ولسوالې كې د پاڅونوالو مشر خان جان وچې وژل شوى دى.

په كونړ كې د عامې روغتيا سرچينې وايي چې په دې بريد كې ديارلس تنه وژل شوي او ترڅلويښتو پورې ټپيان دي. د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر وايي چې د ټپيانو د درملنې په موخه يې د ډاكترانو يوه ډله اسعدا آباد ته استولې او په جلال آباد ښار كې يې هم د دغه پيښې د ټپيانو د منلو په موخه تدابير نيولي دي.
 

Leave a Reply

Your email address will not be published.