كونړ كې ديارلس تنه مړه شول

کونړپه كونړ كې د يوه موټر د چپه كيدو له امله ديارلس تنو ژوند له لاسه وركړى دى. د كونړ د امنيې قوماندان جنرال عبدالحبيب سيد خيلي وايي دا پيښه تيره شپه د دغه ولايت په چپه دره ولسوالې كې شوې.

خو په كونړ كې يوه بله سرچينه وايي چې دا موټر چې په ناوې پسې تللى و تير مازيګر د چپې درې په يوه سيمه كې  له  كړنګ لويدلى او ديارلس تنه په كې مړه شوي دي.  ويل كيږي په دې پيښه كې شپږ تنه نور ټپيان شوي دي. په مړو او ټپيانو كې ښځې او ماشومان هم شته. د كونړ د امنيې قوماندان د پيښې لامل د موټر چلوونكي بې احتياطي بللى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.